IQNA

په تيونس كښې د قرضاوی د نيولو غوښتنه وشوه

22:53 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2322542
نړيواله ډله: په تيونس كښې د قطری عالم شېخ يوسف قرضاوی له موجودګۍ نه وروسته د دغه هېواد د بشری حقوقو يو فعال د يو عدالتی اپيل په برابرولو سره د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې پېدا كولو په خاطر د هغۀ د تورنولو په ترڅ كښې د هغۀ د نيولو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «businessnews» د طلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: له دې نه څو مياشتې مخكښې چې د متحده عرب اماراتو پوليسو د دغه هېواد په چارو كښې د يوسف قرضاوی له لاس وهنو سره په رابطه كښې خبردارے وركړ او د هغۀ د نيولو حكم جاری كړ، دا ځل د تيونس يو مشهور وكيل چې د دغه هېواد د بشری حقوقو له فعالانو څخه م ګڼل كیږی د مسلمانو عالمانو د نړيوالې اتحادیې د مشر په خلاف يو شكايت برابر كړ او د دغه هېواد عمومی كورټ ته یې وړاندې كړ.
دغه تيونسی وكيل د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې په پېدا كولو، د نامتعارفو وېناګانو په كولو او تشدد او تاوتريخوالی ته د خلكو په رابللو باندې د قرضاوی پ په تورنولو سره د تيونس له چارواكو څخه وغوښتل چې د مسلمانو عالمانو د اتحادیې دغه مشر دې زرترزره ونيسی.
قرضاوی په روانو څو كلونو كښې تل د نامتعارفو او كله كله د مسلمانانو د ګټو په خلاف اقدامات په ترسره كولو سره د اسلامی هېوادونو منفی غبرګون لرلے دے.
1003700
captcha