د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تعليم اوتربيت لپاره كلتور انجمن په كوششونو سره د تركی په اډيامان ښار په سلطان غازی جومات كې يو زر اته سوه (1800) قرانونه خلكو ته په ډالۍ كې وركړل شول.
د ويشلو مراسمو پيل د انجمن مشر ښاغلی "محمد جينټ سټاچلی" (Muhammad janit Satcheli)، په خپل خطاب كې وويل چې په سلطان غازی جومات كې د ډيرو قرانی پروګرامونو انتظام شوی دی خو تر اوسه پورې په جومات كې دومره رش او دومره زيات خلك نه وو ليدلی شوی دا چاره د دې ښودنه كوی چې په خلكو كې د قرانی تعليماتو سره څومره عشق او مينه موجوده ده.
د ويلو ده چې اډيامان د تركی په اهم ښارونو كې دی چې ټول جمعيت یې 178.538 دی دا ښار د تركی په جنوب لويدیځ كې دی او پكښې ډير ښايسته او غټ نهرونه بهیږی.
1002877