د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د "شهادت بهار" په نوم اتم نړيوال كلتوری فيسټيوال تر سره كوونكی كمیټۍ په يوې بيانې كې د فيسیټيوال د پروګرامونو په اعلان كولو سره ويلی دی چې دا فيسټيوال به څلور ورځې جاری وی.
هغه وويل چې د دې فيسټيوال افتتاحی مراسم به د جون په څلورويشتمی نیټی ماښام 5بجې د امام حسين عليه السلام په زيارت كې تر سره كیږی د دې فيسټيوال په پروګرامونو كې د قران پاك تلاوت د نورانی محفلونو تر سره كول، د دينی مدرسو او د پوهنتونو سویې تحقيقات وړاندې كول. د عراقی او غير عراقی شاعرانو شعرونو د كتابونو او نرم اوزارو نندارتون هم شامل دی.
د ويلو ده چې دا فيسټيوال به په اته ويشتم جون پای ته رسی.
1002809