د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الانتقاد)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: په ملګرو ملتو كښې د سوریې دائمی استازی بشارالجعفری چې په نيويارك كښې یې د دغه تنظيم په مركز كښې خبرې كولې وويل: سوريه د ملګرو ملتو د نمائنده كوفی عنان د پروګرام د اجرا لپاره كوشش كوی خو د سعودی عرب ، قطر او تركیې په شان په سوریې كښې د وسله والو دهشتګردو ډلګو ملاتړی هېوادونه له دغو ډلو څخه خپلو ملاتړونو ته دوام وركوی.
هغۀ زياته كړه: له دغودهشتګردو څخه ٢٦ تنه چې مختلف مليتونه لری نيول شوی دی او هغوی اعتراف كړے دے چې له لېبيا، تيونس او نورو هېوادونو څخه د تركیې او لبنان د پولو له لارې سورېیې ته داخل شويدی چې دهشتګردانه اقدامات ترسره كړی.
الجعفری تاكيد وكړ: دغه دهشتګرد هغه كسان دی چې اعتراف یې كړے دے چې د هغو فتوو مطابق یې عمل كړے دے چې په سعودی عرب او قطر كښې مېشته د ځينو مفتيانو او شېخانو لخوا جاری كیږی.
1004359