IQNA

پوهنتونی جهاد د اسلامی بېدارۍ د سایټ عربی مخ پرانېستل شو

23:54 - May 10, 2012
د خبر لمبر: 2322906
نړيواله ډله: له پوهنتونی جهاد تنظيم سره وابسته د اسلامی بېدارۍ د سایټ عربی صفحه نن د غوئی د مياشتې په ٢١ نېټه د پوهنتونی جهاد د كلتور مرستيال عليرضا زجاجی په شتون سره د تهران د كتاب د نړيوال نندارتون د اسلامی بېدارۍ د څانګې په ځاے كښې پرانېستل شوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د كتاب له نړيوال نندارتون څخه رپوټ وركړ: عليرضا زجاجی د كتاب د نندارتون د اسلامی بېدارۍ د هال د مختلفو برخو د ليدو په ترڅ كښې په خاصه توګه له پوهنتونی جهاد سره وابسته د اسلامی بېدارۍ د اطلاع رسونې د سایټ سټال وكتۀ.
د اطلاع رسونې د دغه مركز مسئولانو په تېرو څو مياشتو كښې د دغه سایټ د تر ټولو مهمو فعاليتونو او لاسته راوړنو په باره كښې يو لړ وضاحتونه وړاندې كړل.
عليرضا زجاجی له دغه سټال څخه له خپلې لنډې كتنې په دغه ځاے كښې د موجودو خبريالانو پوښتنو ته له ځواب وركولو وروسته د اسلامی بېدارۍ د سایټ د عربی پاڼې پرانېسته وكړه.
د ويلو ده د اطلاع رسونې دغه سایټ په تېرو څو مياشتو كښې په دې www.bidarieslami.com اېډرېس سره په فارسۍ او انګرېزۍ ژبو افتتاح شوے ؤ، نن د پوهنتونی جهاد د مرستيال په موجودګۍ كښې په عربۍ ژبه هم افتتاح شو.
captcha