IQNA

د اېكنا څلوېښت ژبې كېدنه له دين څخه د تحريف په ختمولو كښې يو مهم كردار ادا كوی

23:53 - May 10, 2012
د خبر لمبر: 2322908
سياسی ډله: د مذهبونو د نزدېكت د نړيوالې ټولنې عمومی سكتر د ايران د اسلامی جمهوريت له پولو نه د بهرو رسنيو تاثير ته په اشارې سره وويل: همدا د اېكنا څلوېښت ژبې كېدنه كولې شی د اسلام له مبين دين څخه د تحريف د ختمولو او د قران شريف او پاكو اهلبېتو عليهم السلام د تعليماتو د اشاعت په زمينه كښې تاثير كوونكې وی او د نړۍ د مسلمانو خلقو حركت په صحيح لاره كښې هدايت كولې شی.
د اسلامی مذهبونو د نزديكت د ټولنې عمومی سېكتر ايت الله محمد علی تسخيری د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې په نړيوال ډګر په تېره بيا د اسلامی نړۍ په باره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت له پولو نه د بهرنيو رسنيو د كردار په باره كښې وويل: د اسلامی جمهوريت رسنې او په تېره بيا هغه چې له هېواد نه په بهر كښې فعاليت كوی نن د ودې او بلوغ مرحلې ته رسېدلی دی او نن حتی په تيونس، لېبيا، مصر، يمن او بحرېن كښې د انقلابيانو د هدايت په زمينه كښې لوې تاثيرات لری.
هغۀ څرګنده كړه: زۀ عقيده لرم چې په دا ډول رسنيو باندې هر څومره هم پېسې ولګی ارزښت لری. انصافاً دا رسنې يو حساس رول لری او هيله لرم چې وكړې شو د خپل بهرنيو رسنيو حركت ت پراختيا وركړو، ځكه چې د نړۍ چاپېره مسلمانې پرګنې د اسلامی جمهوريت د پېغام په انتظار كښې دی او مونږ پكار دی دغه تندې ماتې كړو.
1003859
captcha