د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د resaltona اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د ((دمستان)) كلی اوسدونكو ((د دمستان ننګيالی)) ترعنوان لاندې د يوې بيانیې په جاری كولو سره د بحرېن د شيعه مسلمانانو د مشر ايت الله شېخ عيسی قاسم په خلاف د دغه هېواد د وزيراعظم خليفه بن سلمان آل خليفه له سپكاوی نه ډكې څرګندونې وغندلې.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی د شېخ عيسی قاسم په نسبت د سلمان آل خليفه نه توجېهېدونكے څرګند سپكاوے د بحرېن د يو دينی مشر په خلاف يو ظالمانه تېرے ګڼل كیږی او د كورنی امنيت او قرارۍ لپاره يو لړ خطرناك نتائج لری.
په همدې لړ كښې د عراق د ((صدر)) نومې بهير مشر مقتدۍ صدر هم د بحرېن د شيعه مسلمانانو په خلاف د ګواښونو په غندلو سره وويل: د ايت الله عيسی قاسم په نسبت هر يو توهين د بحرېن د ملت، د علميه حوزو، د دين د علماؤ ، مراجعينو او شريفو او ننګياليو انسانانو توهين ګڼل كیږی.
1003877