نړيواله ډله: د سوریې په نااراميو كښې د بهرنيو مداخلتونو او په سپكو او درنو وسلو باندې د شورشيانو د سنبالولو لپاره د هغوی د هڅو د نښونښانو په موجودګۍ باندې د سوری چارواكو له ټينګار نه مودې مودې وروسته بالاخره ملګرو ملتو هم د دغه هېواد په پولو په تېره بيا له لبنان سره د دغه هېواد په پولو كښې د وسلو په قاچاق باندې اعتراف وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په سوریې كښې د ناقراريو د شروع كېدو له وخت نه د دغه هېواد داخل ته د وسلو د قاچاق په باره كښې هره ورځ يو شمېر خبرونه خپریږی. څو ورځې مخكښې په لېنان كښې د سپكو او درنو وسلو د وړونكو كېنټيرونو لرونكې يوې كيشتۍ چې سوریې ته روانه وه له نيولو نه وروسته ملګرو ملتو يو رپوټ خپور كړ او په هغۀ كښې یې د لبنان او سوریې د پولو له لاې د وسلو له قاچاق څخه خبر وركړ.
د الجزيره خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې په مېنځنی ختیځ كښې دملګرو ملتو خصوصی استازی ترجه روودلارسن د لبنان د حوادثو په باره كښې د امنيت د شورا ١٥ غړيو ته له خپل رپوټ له وړاندې كولو نه پس د خبريالانو په غونډه كښې حاضر شو او وې ويل: زمونږ د اطلاعاتو په بنياد داسې سندونه موجود دی چې دا ښودنه كوی چې د لبنان او سوریې د پولو ترمېنځ د وسلې وړلې راوړلې كیږی.
1003898