IQNA

د بحرين آل خليفه رژيم په بندونو كې د ماشومانو حقوق هم چخڼی كوی

22:00 - May 11, 2012
د خبر لمبر: 2323219
نړيواله ډله: د بحرين د پوهنتون استاذ راشد الراشد نن زمونږ له خبريال سره په خبرو كې روښانه كړه د آل خليفه رژيم د ځپونكو اقداماتو د درولو په باب د مدنی ټولنو او موسيسو غوښتنو ته په بې پامۍ سره د بحرين پرخلكو په تيره بيا په ښځو او ماشومانو د تاؤتريخوالو په اعمالولو سره نيولو ته هماغه راز دوام وركوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين د پوهنتون استاذ راشد الراشد دغه سياسی فعال د آل خليفه رژيم په بندونو كې څه د پاسه پنځوسو ماشومانو په شتون په ټينګار سره وويل پر بحرين واكمن ديكتاتوری رژيم په بندونو كې د ماشومانو په شكنجو او جنسی تيريو سره نيت لری د استبدادی او ديكتاتوری سياست په دوام سره د بحرين ولس خپلو رواؤ حقوقو او غوښتنو ته له رسيدا او د پاڅون له دوامه وغړوی، حال دا چې د بحرين د ولس هوډ او اراده د دغو هلوځلو د بې نتيجې پاتی كيدا ښودنه كوی.
دا په داسې حال كې دی چې د آل خليفه كورنۍ يو شهزاده د خپل ولس د ځپنې په خاطر د لازياتو مرستو د تر لاسه كولو لپاره يو ځل بيا د امريكا لمن ته لاس اچولی او له امريكائی چارواكو ئې مرسته غوښتنی څو د هغوی د قدرت د ساتلو په خاطر دې د خپل ولس په ځپنې كې ورسره مرسته وكړی خو داسې ښكاری چې د ولس پاڅون او انقلابی خوځښتونه هغه حد ته رسيدلی دی چې نور د آل خليفه رژيم وخت ختم شوی او د ولس انقلابی څپې به ئې د نورو ديكتانورانو په څير لاهو كړی.
1004419
captcha