د مصر د النور نومی دارالقرآن مدير نيازی محمدعبدالعزيز د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې ووئيل: د النور قرآنی مؤسسې د جوړولو كار په ٢٠٠٩ ميلادی كال كښې پيل شو او په ٢٠١١ كال كښې پائې ته ورسيد او دا مؤسسه چې يو خصوصی مركز دے، د قرآن كريم د حفظ او د قرائت په نشر او همداراز د قرآن كريم د صحيح تجويد د ښوونې په زمينه كښې كار كوی.
دوی زياته كړه:د دغې مؤسسې اصلی كار د قرآن د حفظ ښوونه ده البته هر كال د روژې په مياشت كښې د قرآنی مقابلو په شان يوشمير نور فعاليتونه هم ترسره كوی چې پكښې د قرآن كريم په حفظ كښې د ګډون كونكو د استعداد او وړتيا اندازه ارزوله كیږی او د ګډون كونكو كسانو لپاره پكښې ګران بيه نغدی انعامونه هم په نظر كښې نيول كیږی.
نيازی په دوام كښې څرګنده كړه: په دې مؤسسه كښې له پنځه كالو نه د زيات عمر هلكان او جينكۍ ګډون كوی او هركس د خپلې توانمنۍ او استعداد په اندازه قرآن حفظ كوی.
په مصر كښې د قرآن كريم د حفظ كولو لپاره د سعودی عربستان او ايران په شان له نورو اسلامی هيوادونو څخه يوه مختلفه طريقه كاروله كیږی او دغې طريقې ته د ((كتاتيب )) يعنې و كورنی ښوونځی يا مكتب طريقه وئيل كیږی چې ډيره زياته پخوانۍ روده ده، په دې ترتيب چې د قرآن زده كونكی وړومبې ټول قرآن حفظ كوی او په دوئم ځل ئې تكراروی او بيا په دوئمه مرحله كښې استاذ زده كونكو ته د تجويد د قواعدو او د حسن اداء صحيح احكام ورزده كوی څو په بشپړه توګه قواعد زده كړی، خو د عربستان په شان د نورو هيوادونو طريقه داسې ده چې د قرآن زده كونكی د قرآن كريم د حفظ كولو سره په يو وخت قواعد هم زده كوی چې دغه طريقه د كم عمر د زده كونكو لپاره ګرانه ده. 1002363