IQNA

ايت الله خامنه ای: د ميرمنو پرده په ټولنې كې د هغې د درناوې او عزت سبب ګرځی

21:31 - May 12, 2012
د خبر لمبر: 2324065
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې لور حضرت فاطمه الزهرا (س) د نيكمرغه زوكړې په مناسب مباركی وويله او د هغوئ د ژونوند بيلا بيل اړوخونه یې د درستو ميرمنو په تيره بيا مسلمانو ميرمنو لپاره د فضيلتونو غوره بيلګه وبلله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ښځې د ورځی په مناسبت د حضرت امام خمينی (رح) په حسينيه كښې په وينا كښې د حضرت فاطمه الزهرا (س) د نيمكرغه زوكړې او له دی ورځی سره د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی (رح) د زوكړې د كليزې د يوواېل مباركی وويله او د هغوئ ژوند یې د ژوند بيلا بيل اړخونه د فضيلتونو غوره او بشپړه بيلګه معرفې كړه او ویې فرمايل د ښځې د ورځی په نوم ددی ورځی نومول، د درستو ميرمنو په تيره بيا د مسلمانو ميرمنو لپاره تل پاتې درسونه لری ، څو ځان د پرهيزګارۍ ، عفاف ، پوهې ، میړانې ، مقاومت ، د اولاد د سمې روزنې او كورنۍ ته د اهميت د وركولو په څير په خويونو ځان سنبال كړی اود حضرت فاطمه الزهرا (س) لارې ته دوام وركړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای دی ته په اشارې سره چې انسانی كلام او ذهن د حضرت فاطمه الزهرا (س) د درستو فضليتونو له بيانولو عاجز دی وفرمايل ، له دې ټولو سره سره ددغه سترې ميرمنې او ائمه اطهار (ع)ژوند او كلام د انسان له لاس رسی بهر نه دی ، بلكه د نړۍ د دروغجنو بيلګو په اپوټه ائمه اطهار (ع) د انسانانو د ژوند او حركت سيمې لارې ښودلی او خپله د دغه كمالاتو په لوړو ولاړ دی او انسانان هم ددغې لارې كچ كولو ته وربولی .
حضرت آيت الهو خامنه ای درسته ټولنه په تيره بيا ميرمنې د ائمه اطهار د معنوی فضليتونو د لاری كچ كولو ته وروبلل او له مشروطه انقلابه نيولې د اسلامی انقلاب تر بريالی توب او تپلی جنګ پوری د مبارزې په بيلا بيلو ډګرونو كښې د ميرمنو دشتون تاريخی مخينې يادونه وكړه او ویې فرمايل دغه اغيزمن شتون ددې ښودنه كوی چې ميرمنې په پوره حجاب يا ستر سره په دغو ډګرونو كښې شتون ومومی او په میړانې سره خپله دنده ترسره كړی چې بيلګې یې د شهيدانو ميندی دی .
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ميرمنې شخصيت او د وقار او متانت لپاره عامل وباله او ویې فرمايل د ميرمنو حجاب په ټولنه كې هغې ته د درناوې،د عزت د زياتيدو، اغيزمن توب او وياړ لامل كیږی ، په همدې دليل د حجاب مسئلې ته د پام په خاطر بايد د اسلام مننه وشی .
آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د ټولنې د بيلا بيلو پرګنو پوهې ، بصريت ، خبرتيا ، معرفت ، فكری بلوغ ، او لوړ درك ته په اشارې سره وفرمايل نن سبا په درسته مادی نړۍ كښې په بيلا بيلو ډګرونو كښې د اسلامی ايران توانمنۍ ځلیږی او د لمر په څير وړانګې كوی او د اهل بيت مداحان هم بايد دغه ډول فضا ته په پام سره خپل مخاطپ ته شعر اومطلب وړاندې كړی .
1005997
captcha