د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د تهران د كتاب د نړيوال نندارتون له ځاے يعنې د امام خمېنی نومې مصلا څخه رپوټ وركړ: په دغه غونډه كښې چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د مشر د لوړرتبه سلاكار او قائمقام منصور اعتصامی او د كتاب د نندارتون له يو شمېر ننداره كوونكو په شتون سره جوړه شوه د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنيت او بهرنی سياست د كمېشن غړی او د خارجه وزارت پخوانی قائمقام حسېن شېخ الاسلام د بشارالاسد د احتمالی نسكورېدو په صورت كښې د سوریې د مستقبل په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل: دغه هېواد به له اسد نه پس په قطعی توګه يو تور او دردناك مستقبل ولری ځكه چې د سوریې مخالف كسان چې لا یې اقتدار لاسو ته نه دے راغلے د دغه هېواد د عامه خلكو په خلاف خونړۍ غمېزې ترسره كوی او معلومه نۀ ده چې كه يوه ورځ یې اقتدار په لاسو كښې راغص د سوریې له ملت سره به كوم عمل كوی؟
هغۀ د بحرېن او سوریې د مسائلو په اړه د ايران د دریځ د فرق په باره كښې وويل: د ايران اسلامی جمهوريت په هر هېواد كښې د هر ډول ولسی غوښتنې ملاتړے دے خو سوال دا دے چې ايا په دواړو هېوادونو يعنې بحرېن او سوريه كښې خلق مېدان ته راوتلی دی؟ په داسې حال كښې چې په سوريه كښې اعتراض كوونكو په تېرو دوو ورځو كښې خپل وروستے جنايت ترسره كړ او له څلورو سوو نه زيات عامه خلق یې ووژل يا یې زخميان كړل او يورپ او امريكا په ډاګه له دغو كسانو څخه وسله ايز ملاتړ كوی او په بحرېن كښې خلكو په تشو لاسو او سوله ايزه ډول مېدان ته راوتلی دی او هیڅ بهرنے ملاتړ ورته نۀ دے حاصل.
په سوريه كښې د ايران پخوانی سفير وويل: د سوریې په وروستيو پارلېمانی انتخاباتو كښې شپېتۀ فيصده خلق د رائ صندوقونو ته ورغلل البته مونږ دا شمېر د بشاراسد د موفقانو په حساب كښې نۀ اچوو خو دا ويلې شو چې دغه كسان له وسله والو او فتنه ګرو مخالفينو څخه هم نۀ دی او په حقيقت كښې د سوریې خلق د همدې نظام په چوكات كښې په اصلاحاتو اعتقاد لری نۀ په داسې نسكورېدنه باندې چې د لويدیځ لخوا د تحريك شوی شورشيان یې غواړی.
1005465