IQNA

په كربلا كې د حضرت زہراء (س) د نيكمرغۍ زوكړې جشن روان دی

9:16 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324260
نړيواله ډله: د عراق په سپیڅلی ښار كربلا كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانی لور بی بی حضرت زہراء (س) د نيكمرغۍ زوكړې په مناسبت جشن تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د عراق په سپیڅلی ښار كربلا كې د حضرت زہراء (س)
د نيكمرغۍ زوكړې په مناسبت سره جشنونه روان دی اومختلفو مذهبی موسسو هم په همدې مناسبت سره پروګرامونه وړاندې كړ.
په كربلا كې د جشن په پروګرامونو كې شاعرانو خپل شعرونه او منقبتونو وړاندې كړ د انصار فاطمه زهرا د ستر كونسل مشر ښاغلی نصرالله د ايكنا خبريال سره په خصوصی خبرو كې وويل چې دې تنظيم د د حضرت زہراء (س)
د نيكمرغۍ زوكړې په مناسبت يو جشن جوړ كړ چې پكښې ګډون كوونكو ته مختلف كلتوری او مذهبی تحفی ډالۍ شوی.
يادونه كوو چې انصار فاطمہ زہراء تنظيم د كربلا ښار په اهمو تنظيمونو كې دی چې هغوې اصل هدف اړمنو كسانو ته مرسته رسول دی او د مختلفو ورځو په مناسبت مراسم تر سره كول هم د هغوی په پروګرام كې دی.
1005513
captcha