د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د محصلينو د قرآنی فعاليتونو د سازمان رئيس او د ايكنا د خبری آژانس عامل مدير حجت الاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی پرون د عراق د يوشمير قرآنی فعالانو سره په كتنه كښې د قرآنی فعاليتونو په زمينه كښې د دوو اړخيزو همكاريو په هكله بحث او څیړنه وكړه.
حجت الاسلام تقوی په دغه ملاقات كښې په عراق كښې د اسلامی نړۍ د محصلينو د اتحادئې د جوړولو لپاره د چمتووالی د اعلان په ترڅ كښې څرګنده كړه: كه عراقی مسئولان لازمې غږملتياوې ترسره كړی نو مونږ به په تبريز كښې د قرآن د بين المللی مقابلو په څلورمه دوره كښې د ګډون كونكو سيالانو او هيئتونو لپاره د دغو مقابلو د ترسره كولو نه پس څو ورځنې سفر برابر كړو او د دغې اتحادئې د جوړولو مقدمات او سريزه به چمتو شی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: په عراق كښې د حضرت امام علی (ع) او د حضرت امام حسين (ع) د پاكو حرمونو او د نجف د علميه حوزې د شتون په وجه په اسلامی نړۍ كښې د عراق موقعيت ته په پام سره مونږ اراده لرو چې د اسلامی نړۍ د محصلينو د اتحادئې په جوړولو سره د دغه موقعيت فعاليت لازيات كړو. 1005808