IQNA

د قرآن د سپكاوی سره د مقابلې بين المللی كمپين

17:00 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324877
بين المللی ډله: د پاكستان يوې كليسا په ملی او بين المللی كچه د قرآن كريم د مقدس ساحت د سپكاوی سره د مقابلې د كمپين د پيلولو غوښتنه وكړه.
د «The News»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غوښتنه د پیښور په اسلامی مركز كښې د دغه ښار د جماعت اسلامی د رئيس محمدابراهيم سره د پیښور د كليسا د مشر هومفری سرفراز په مشرۍ د يوپلاوی د كتنې نه وروسته مطرح شوه.
سرفراز په دغه كتنه كښې ووئيل: د امريكائی پادری ټيری جونز له خوا د قرآن كريم سپكاوی يوازې د مسلمانانو احساسات نه دی ژوبل كړی بلكې د نړۍ عيسايان ئې هم ځورولی دی.
عيسائی ټولنې به په دغه سپك اقدام باندې په اعتراض كښې د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودریږی او په دغه اعتراضی كمپين كښې به فعاليت وكړی.
دغه ملاقات د ټيری جونز پرخلاف او د دغو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د لارو چارو د يو پريكړه ليك په صادريدو او د ملګرو ملتو د سازمان نمائندګانو او همداشان په پاكستان كښې د امريكې سفارتخانې ته د دغه پريكړه ليك د ليزلو لپاره په فيصلې سره پائې ته ورسيد. 1005602

captcha