IQNA

((په دينی بېدارۍ كښې د ښځو كردار)) نومې غونډه په فېلپائن كښې وشوه

21:56 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324965
سياسی او اجتماعی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتور مركز لخوا د حضرت فاطمه زهرا (س) د نېكمرغه ولادت او د ښځې د نړيوالې ورځ په مناسبت ((په دينی بېدارۍ كښې د ښځو كردار)) تر عنوان لاندې يو خصوصی غونډه پرون د غوئی د مياشتې په ٢٣ نېټه وشوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې دغه غونډه د مېنډا ناؤ د پوهنتون او ((ښځې د بدلون لپاره)) نومې انجمن په همكارۍ سره د دغه پوهنتون د حقوقو په پوهنځی كښې وشوه.
په دېنی بېدارۍ كښې د ښځو كردار نومې غونډه كښې چې پكښې د پوهنتون محصيلينو او استاذانو شتون لرۀ د مېنډاناؤ پوهنتون استاذې ايدا سانی، د ښځې د بدلون لپاره انجمن مشر الونتو، شرعی حاكم وكيل علی الونتو او د آرم خپلواكه سيمې د ښوونې او روزن ېپخوانی وزيرې سالی پادا تامانو وېناګانې وكړې.
1005407
captcha