IQNA

په اسلامی نړۍ كښې د انكرې د الهياتو د پوهنځی د قرانی اقدامات ناپېژندل شوی دی

21:57 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324966
نړيواله ډله: د انكرې د پوهنتون د الهياتو څانګې مشر د دغې څانګې قرانی اقداماتو ته په اشارې سره وويل: د پوهنتون د ډاكټرېټ رسالې په دې وجه چې په عربۍ او فارسۍ ژبو باندې ترجمه شوی نۀ دی په سلامی نړۍ كښې پېژندلې شوې نۀ دی.
د انكرې د پوهنتون د الهياتو د څانګې مشر اسماعيل خق اونال د ايران له قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې په قرانی موضوعاتو سره د ډاكټرېټ رسالو چاپ د پوهنتون له اقداماتو څخه وبلل او يادونه یې وكړه چې په قرانی موضوعاتو سره په زرګونو علمی كتابونه په تركی ژبه چاپ شوی دی دی خو دغه رسالې په دې وجه چې په عربۍ اوفارسۍ ژبو ترجمه شوی نۀ دی ناپېژندل شوی دی.
هغۀ وويل: د انكرې پوهنتون د الهياتو پوهنځې د تركیې د الهياتو ترټولو پخوانے پوهنځې دے چې په ١٩٤٩ كال كښې تاسيس شوے دے. په تركیې كښې له پنځوسو نه زيات د الهياتو پوهنځی فعاليت لری چې پكښې د قران شريف، احاديثو، فقهې، كلام، فلسفې او د مذاهبو د تاريخ په شان مضامين تدريس كیږی.
هغۀ زياته كړه: د انكرې د الهياتو پوهنځی په قرانی څانګو كښې زرګونو محصيلينو ته تعليم وركړے دے. همدارنګ اوس يو زر او پينځۀ سوه محصيلين د دغه پوهنځی په مختلفو څانګو كښې تعليم حاصلوی.
1005500
captcha