IQNA

د اسلامی بېدارۍ څرګندېدل د اسلامی انقلاب د ترټولو پخوانی ارمان پوره كېدل دی

21:56 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324967
سياسی او اجتماعی ډله: د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې غړی وويل: دېرش كاله پس هغه تخم چې په ١٣٥٧ هجری نمريز كال كښې د اسلامی نړۍ په جغرافيائی حدودو كښې شيندل شوے ؤ د اسلامی بېدارۍ په رامنځته كېدو سره د اسلامی انقلاب خوب او په ظاهر د لوړ پرواز لرونكی ارمانونه د پوره كېدو په حال كښې دی.
د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د تهران د نړيوال نندارتون له ځاے څخه رپوټ وركړ، د نظام دمصلحت د تشخيص د ټولنې غړی محمد حسېن صفار هرندی په ((اسلامی بېداری ، عربی سپرلے يا انسانی بېداری)) نومې غونډه كښې چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم په همكارۍ سره وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په ٢٢ نېټه د تهران د كتاب د نندارتون د اسلامی بېدارۍ په هال كښې وشوه دې ته په اشارې سره چې د ايران او امريكې بنيادی اختلاف د نفوذ د حوزو په سر دے څرګنده كړه: اېټمی مسئله په حقيقت كښې د لويدیځ او په تېره بيا د امريكې لپاره د ايران د نفوذ د حدودو له پراختيا څخه د اندېښنې لپاره يو بهانه او پرده ده.
هغۀ د سوړ جنګ په دوران كښې د شرق او غرب دوو قطبونو ترمېنځ د موافقې توازن ته په اشارې سره وويل: په هغه وخت كښې د نړيوال سياست لپاره الف بې ايجاد كړې شوی وو چې د هغو په بنياد هر هېواد پكاردی مجبوراً له دوو قدرتونو څخه د يو قدرت لمن ته پناه يوسی او ځان به یې د هغۀ تر تسلط لاندې راوستۀ او درېم حالت د تصور وړ نۀ ؤ. نننۍ دنيا پكار دی د اسلامی انقلاب نه په مخكښې او وروسته دورانونو باندې تقسيم كړو.
هغۀ زياته كړه: اسلامی انقلاب وكړې شول دعامه افكارو د كنټرولو ابتكار د امريكې له لاسه وباسی او دنيا له نويو حقائقو سره اشنا كړی او نن د هغه تخم له دېرشو كالو له اوبۀ خور نه پس چې په ١٣٥٧ هجری نمريز كال كښې د اسلامی نړۍ په جغرافيا باندې پاشل شوے ؤ د اسلامی بېدارۍ په راڅرګندېدو سره د اسلامی انقلاب په ظاهر اوچت پرواز لرونكی ارمانونه او خوبونه د پوره كېدو په حال كښې دی.
1005913
captcha