دايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «On Islam» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د يو سروے له مخې چې د مصر د ولسمشرۍ له وړومبنيو ازادو انتخاباتو نه دوه هفتې مخكښې د pew تحقيقاتی موسسې لخوا ترسره شو د مصر ٦٦ فيصده خلقو د مصر په سياسی راتلونكې كښې د اسلام او قران د تعليماتو رول زيات حياتی ګڼلے او د يو اسلامی حكومت د جوړولو غوښتونكی دی.
د دغه سروے له مخې د مصر له هرو لسو تنو څخه شپږو تنو د قران شريف د تعليماتو په بنياد د نويو قوانينو د وضع كولو غوښتنه كړې ده.
د مصر د څنګته كړې شوی ډېكټېټر حسنی مبارك له نسكورېدو نه پس د مصر د ولسمشرۍ وړومبنی انتخابات د مۍ په ٢٣ او ٢٤ نېټه كیږی. د مصر د خبری سرچينو د رپوټ له مخې د پخوانی رژيم د ځينو څېرو او اسلام پالو شخصيتونو په نومونو ثبتولو سره د مصر په سياسی ډګر كښې يو نوے جنجال رامنځت شو چې له دې وروسته د مصر د انتخاباتو د كمېټۍ د فېصلې مطابق دځينو نوم ثبتوونكو صلاحيت رد شو.
د انتخاباتو دويمه مرحله به د جون د مياشتې په ١٦ او ١٧ نېټه ترسره كیږی.
1006045