IQNA

د مسلمانانو نمائندګان د فلسطينی اسيرانو د ژغورنې غوښتونكی شول

22:32 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324999
بين المللی ډله: د مسلمانو نمايندګانو نړيوالې اتحادئې(IFIP) په خپله كليزه غونډه كښې چې د ٤ ورځو په موده په كويت كښې ترسره شوه، د صهيونيسټانو په بند كښې د پرتو فلسطينی اسيرانو د آزادۍ او ژغورنې غوښتنه وكړه.
د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې اتحادیې په خپله غونډه كښې د يوې بيانیې په صادرولو سره د ملګرو ملتو له سازمان او له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د هغو فلسطينی اسيرانو د ژوند د ژغورنې لپاره دې په ژرترژره اقدام وكړی چې د صهيونيسټی رژيم د زندانونو په قوانينو باندې په اعتراض كښې ئې له څو ورځو راهيسې د خوړو په اعتصاب يا بهوك هړتال باندې لاس پورې كړے دے.
د مسلمانانو د نمايندګانو نړيوالې اتحادئې په خپله كلنۍ غونډه كښې د صهيونيسټی رژيم په جيلونو كښې د خوړو په اعتصاب كونكو او د قدس شريف په يهودی كولو پورې اړوند مسائل وڅیړل.
په دغه غونډه كښې ګډون كونكو په قدس شريف باندې د صهيونيسټانو د تسلط تروخته پورې له هغه څخه د كتنې د نه كولو د لازموالی په هكله ټينګار وكړ او دغه كتنه ئې په دغه ښار باندې د صهيونيسټی غاصب رژيم د واكمنې په رسميت پيژندل اعلان كړل.
دغې اتحادئې په خپله بيانيه كښې همداراز د فلسطينيانو په تيره بيا د فلسطين د پارليمان د رئيس عزيزالدويك د ژر ترژره آزادولو غوښتنه وكړه.
1006841

captcha