IQNA

د جوماتونو ورانول د دين سره د جنګ اعلان دے

10:33 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325320
بين المللی ډله: د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر وړمه ورځ په دغه هيواد كښې د (سلمان فارسی) نومی جومات د افتتاح په مراسمو كښې ټينګار وكړ: د آل خليفه له خوا د جوماتونو ويجاړول د دين سره د جنګ اعلان دے.
د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر آيت الله شيخ عيسی قاسم په دغو مراسمو كښې چې د بحرين په (النويدرات) سيمه كښې ترسره شول، څرګنده كړه: ټول مسلمانان د مسجدونو لپاره د احترام قائل دی او مسجد په اسلام كښې يو څرګند مثال دے او ډير خاص مقام او عظمت لری.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د جوماتونو ړنګول حرام، منكر او د دين سره د جنګ د اعلانولو په معنی دی او په مسجدونو كښې د عبادی مناسكو د ترسره كولو مخه نيول هم يو داسې منكر دے چې په هغه كښې د مسلمانانو ترمينځ د نظر اختلاف نشته.
د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر همداراز ووئيل: په هغو جوماتونو باندې د شخصی مالكيت دعوا كول چې ١٠٠ كاله پخوانی دی، غيرعاقلانه كار دے او د مالكيت دغه ادعا د مسجدونو د ورانولو لپاره لاره خلاصوی.
دوی ټينګار وكړ: د وران شويو جوماتونو بيا جوړلو د حكومت او ولس دنده ده او د حكومت د كوتاهۍ په صورت كښې خلكو ته نه دی پكار چې له دغه مسئوليت نه مخ واړوی.

شيخ عيسی قاسم په بحرين كښې د امنيت د ټينګيدو په ضرورت باندې په ټينګار سره څرګنده كړه: په اعتراضونو كښې ګډون كونكی د خپل وطن بحرين خرابول او ناامنه كولو په ځان باندې حرام ګڼی او زمونږ ملاتړی هم هيواد ته د ګوذار وركولو سره مخالف دی او ټول بحيرينيان د وطن بربادول او ويجاړول نه بلكې د هغه آبادول غواړی.
د وئيلو ده چې د آل خليفه ځواكونو څه موده مخكښې په النويدرات سيمه كښې سلمان فارسی نومې دغه جومات وران كړے وو. 1006395

captcha