د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په انډونيشيا كښې د ذليلې غربی سندرغاړې لیډی ګاګا د شتون د خبر د خپريدو او په دې موضوع باندې د مسلمانو ډلو د اعتراض نه پس د مسلمانانو اعتراضونه ډير زيات شوی دی.
د دغه رپورټ له مخې: انډونيشيا ته د دغې لويدیځی سندرغاړې په سفر باندې د مسلمانو ډلو اعتراضونو ته د د دغه هيواد د دولت په بې پامۍ او د دغه سفر په نه لغوه كولو باندې د انډونيشيا د اسلامی دفاع مقدم ګوند(FPI) يوځل بيا اعتراض وكړ او اعلان ئې وكړ چې زمونږ په هيواد كښې د لیډی ګاګا د شتون په صورت كښې به د دې د راتګ د مخنيوی لپاره ٣٠ زره مسلمانان د هوائی ډګر په لور حركت وكړی. 1005554