د عراقی خبری آژانس اباء په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آل خليفه مخالفو ګوندونو (الوفاق، وعد، الاخاء، القومی او الوحدوی) د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ: په بحرين كښې د بشری حقوقو دوسيه به د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا په دوره ايزه دوره كښې وجاجوله شی، كومه چې د غبرګولی د مياشتې له ١ نه ٣ نیټې پورې ترسره كیږی.
دغو ګوندونو ټينګار وكړ: د دغې دوسیې څیړنه د انقلابيانو پرخلاف د آل خليفه د جنايتونو او ظلم د زياتوالی په ډاګه كولو او د خلكو د عادلانه غوښتنو مطرح كولو ته اړتيا لری.
د آل خليفه د مخالفو ګوندونو په بيانيه كښې راغلی دی: خلك په بحرين كښې د سياسی كړكيچ د حل لپاره د يوې حل لارې په توګه د ډيموكراسۍ غوښتونكی دی او له دغه دریځ څخه به هیڅكله په شا نشی.
يو بل رپورټ هم وائی چې د بحرين امنيتی ځواكونه او پوليس وړمه ورځ د دغه هيواد د سل هاؤ تنو مظاهره كونكو سره ونښتل كومو چې د خپل هيواد د بشری حقوقو د فعالانو او د سياسی شخصيتونو د آزادولو غوښتنه كوله. له دغې نښتې له امله څو تنه مظاهره چيان زخمی شول. 1006551