IQNA

له اسلامه د ويرونې د دورې په ترسره كونې باندې د امريكې د پوځ د لوئې درستيز نيوكه

10:32 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325327
بين المللی ډله: د امريكې د پوځ لوئې درستيز جنرل مارټين ډمپسی د خپل هيواد د پوځ د زده كړې يا ټريننګ په يو ستر مركز كښې له اسلامه د ويرولو د دورې په ترسره كيدو باندې نيوكه وكړه او د داشان برنامو اجرا كول ئې غيرمسئولانه كار وباله.
د «The News Tribe»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه دوره د ((د اسلام ليدتوګه او اسلامی ریډيكلزم)) په عنوان سره د ورجينيا ولايت په نورفلك ښار كښې د درستيزولۍ د كالج لوړ رتبه افسرانو ته د يو كال په موده وركوله كیږی چې د تيرې مياشتې په وروستيو كښې د پراخو اعتراضونو په وجه بنده شوه.
د دغې آموزشی دورې ښوونكی ډګروال متيودالی به د دغې دورې په كلاسونو كښې افسرانو ته ښوونه كوله چې اسلام د هغوی دښمن دے. په دغو دورو كښې د مكې مكرمې او مدينې منورې د مقدسو اسلامی ښارونو د له مينځه وړلو لپاره د هيروشيما په شان د يو قتل عام وړانديز هم مطرح شوے دے.
د امريكې د دفاع وزارت پينټاګون هم د دغې كار په حمايت كښې ټينګار كړے دے چې د دغې آموزشی دورې مطالب كوم چې د دغه كالج په ويب سائیټ كښې ليكل شوی دی، معتبر دی.
د امريكې د پوځ لوئې درستيز جنرل مارټين ډمپسی ووئيل: د داشان دورو ترسره كول د دين د آزادۍ په احترام او د نورو كلتورونو او فرهنګونو سره په ارتباط كښې زمونږ د ارزښتونو پرخلاف دی او يو اعتراض راپارونكے كار او له علمی لحاظه هم يو غير مسئولانه كار دے.
د دغې دورې ښوونكے ډالی په موقته توګه له كاره څنګته كړې شوے دے او د پينټاګان چارواكی د روانې مياشتې ترپائې پورې د يو هراړخيز رپورټ د ترلاسه كولو په انتظار كښې دی.
1006745


captcha