IQNA

احمدی نژاد: هيوادونه دې له صهونيسټ رژيم سره رابطه غوڅه كړی

16:36 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325780
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد پرون مازدیګر د خراسان رضوی ولايت د كاشمر ولسوالۍ د لسګونو زره خلكو په ټول كې وويل كه د اسرائيلو د جنايتونو مخالف ټول هيوادونه په ټولو زمينو كې له صهونيسټ رژيم سره خپل ارتباط غوڅ كړی، نو ددغه جنايتكار رژيم دزرترزره د له مينځةتلو شرائط به ډيرزر برابر شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشرهم دا راز په وروستيو كلونو كې د نيواكګرو په لاس په افغانستان او عراق كې د عامو خلكو وژلو ته په اشارې سره زياته كړه امريكا په دې سپيناوی سره چې په دغو دوو هيوادونو كې یې عسكر له نفسياتی ناروغيو سره مخامخ شوی دی، د عراق او افغانستان د بې ګناه خلكو قاتلانو ته د تښتې لاره برابروی.
ډاكټر احمدی نژاد امريكائی چارواكو ته سپارښتنه و كړه د استعماری موخو د پوره كيدا لپاره دې د نورو ملتونو په ضد خپله بدماشی او سرزوری ختمه كړی او له هغو سره دې په سولې او دوستۍ ملګری شی.
1007750
captcha