IQNA

د ايت الله عيسی قاسم د سپكاوی په غندلو كښې د بحرېنيانو مظاهرې

16:37 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325782
نړيواله ډله: د بحرېن خلكو وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په ٢٢ نېټه د جمعې له نمانځۀ نه پس د ايت الله عيسی قاسم د سپكاوی په محكوميت كښې د منامې ښار په الدراز سيمه كښې مظاهرې وكړې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان ((نور رېډيو)) د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه مظاهرې د الدراز سيمې د امام جعفر صادق نومې جومات په وړاندې وشوې او پكښې د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو د مشر ايت الله عيسی قاسم په خلاف د بحرېن د وزيراعظم ګواښونه وغندل.
مظاهره كوونكو د ايت قاسم په خلاف د بحرېن د وزيراعظم لخوا د سپكاوی او ګواښونو په رد كښې په نعرو وهلو سره پخلے وكړ:د شېخ قاسم سپكاوے د يو داسې مشكل په څېر دے چې د بحرېن ملت به تحريك كړی.
مظاهره چيانو همدارنګ اعلان وكړ چې ايت الله عيسی قاسم په حق وېنا او په شرعی ذمه وارۍ باندې په عمل سره د آل خليفه په مقابل كښې ټينګ ولاړ دے.
د دغه رپوټ له مخې د بحرېن د فروۍ د څوارلسمې نومې ائتلاف هم په جېلونو كښې د مشرانو د ازادۍ په نعرو سره يو لړ احتجاجی مظاهرې وكړې چې پكښې د ال خليفه په جېلونو كښې د قېد شويو كسانو په تېره بيا د بحرېن د مشهور قانوندان نبيل رجب د ازادولو غوښتنه وشوه.
همدارنګ ورته مظاهرې د بحرېن په المعامير سيمه كښې هم هم ترسره شوې چې پكښې ښځو او سړيو په ګڼ شمېر كښې په ګډون كولو سره په جېلونو كښې د ښځو او سړيو د ازادولو غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې د آل خليفه امنيتی ځواكونو دغه ټولې مظاهرې په تشدد او خشونت سره وځپلې.
د يو بل رپوټ له مخې د بشری حقوقو اول نړيوال تنظيم هم د يوې بيانیې په جاری كولو سره په بحرېن كښې د آل خليفه له خوا د احتجاج كوونكو د ځپلو د دوام او د نړيوالو څارونكولپاره د محدوديت د رامنځته كولو د غندلو په ترڅ كښې د دغه رژيم په جېلونو كښې د بشری حقوقو د مدافعانو د شكنجې د ختمولو غوښتنه وكړه.
1005566
captcha