IQNA

قران شريف به د مصر د اساسی قانون سرچينه وی

16:36 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325786
نړيواله ډله: د ولسمشرۍ يا صدارتی انتخاتو كښې د مصر د اخوان المسلمين د غورځنګ نامزد محمد مرسی وويل: د مصر اساسی قانون (آئين) به د قران شريف په استناد سره تدوين شی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ دولسمشرۍياصدارتيانتخاتوكښېدمصرداخوانالمسلميندغورځنګنامزدمحمدمرسی وړمه شپه د غوئی دمياشتې په ٢٣ نېټه په جيزه سيمه كښې د قاهرې پوهنتون په وړاندې يوه انتخاباتی غونډه كښې څرګنده كړه: اساسی قانون (آئين) به تدوين نۀ شی مګر د قران شريف په استناد سره. قران شريف زمونږ اساسی قانون دے او وی به، پېغمبراكرم (ص) زمونږ مقتدا ، جهاد زمونږ لاره او د خداے په لار كښې شهادت زمونږ هدف او مقصد دے.
محمد مرسی چې د اخوان المسلمين د زرګونو غړيواو د دغه ګوند د مشرانو او د پارلېمان د غړيو په غونډه كښې یې وېنا كوله وويل: مونږ اوس د اسلامی شريعت په نافذولو باندې قادر يو او هیڅكله به په دې راضی نۀ شو چې د اسلامی شريعت په ځاے بل قانون په نظر كښې ولرلې شی.
نامزد اخوان‌المسلمين در انتخابات رياست جمهوری خاطرنشان كرد: تعدادی از مصری‌ها به خاطر اجرای شريعت اسلامی زندانی شده‌اند، در حالی كه جايگزينی برای شريعت اسلامی نيست و امت اسلام بدون شريعت خيری ندارد.
همدارنګ د ولسمشرۍ يو بل اميدوار عبدالله الاشعل هم وويل: په اوس حال كښې دا خبره د مصر په ګټه ده چې د اخوان المسلمين غورځنګ په سر كښې وی ځكه چې دا ګوند د سياست په ډګر كښې توانمن دے.
د يادونې ده چې د مصر صدارتی انتخابات د مۍ په درويشتمه او څلوريشتمه نېټه كیږی. دا انتخابات د مصر د نسكور شوی ډېكټېټر حسنی مبارك له نسكورېدو نه پس وړومبنی ازاد او عام انتخات دی چې په مصر كښې ترسره كیږی. چې په مصر كښې د مبارك لاس پوسی فوځی حكومت ته خاتمه وركړی.
1006326
captcha