د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «yerelgundem»د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ.د عراق د اربيل سيمې د پارلېمان استازيووړمه ورځ د غوئی د مياشتې په ٢٣ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره په كردی ژبه په ((جربه)) نومې مجله كښې د دينی مقدساتو د بې حرمتۍ په غندلو سره اعلان وكړ چې د قران شريف او اسمانی دينونو د سپكاوی د سزا د زياتولو په حقله د يو پلاننګ مسوده د څېړنې په حال كښې ده.
د اربيل سيمې د پارلېمان د چارواكو په قول د دې قانون تصويب په هیڅ وجه د بيان او فكر په ازادۍ كښې د محدوديت په مفهوم نۀ دے بلكې د مختلفو ډلو ترمېنځ د تاؤ تريخوالی د مخنيوی او د دين په خلاف له اقداماتو سره د مقابلې يولار ګڼل كیږی.
د دغه رپوټ له مخې د دغې مسودې د وروستی تصويب په صورت كښې به د الهی دينونو او اسلامی مقدساتو له توهين سره اړوندې سزاګانې به د درنو سزاګانو په برخه راشی.
د يادونې ده چې نوموړې مجلې په خپله وروستۍ ګڼه كښې د ډله ايز سایټ فېس بك په نقل سره يو مضمون چاپ كړ چې په هغۀ كښې په يورپ كښې مېشته يو كُرد ليكوال د اسلام د سپېڅلی دين او مسلمانانو سپكاوے كړے ؤ. چې دغه مجله تر بل اعلانه پورې بنده كړې شوه او مختلفې مسلمانې پرګنې یې د توهين كوونكو د سزا د زياتولو په فكر كښې كړل.
1006415