IQNA

په بحرين كښې د شيعه مسلمانانو له وژلو څخه د امريكې ملاتړ

19:24 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325829
بين المللی ډله: په بحرين باندې د وسلو د خرڅون د بيا پيلولو لپاره د واشنګټن فيصلې د بشری حقوقو د فعالانو نه علاوه د امريكې د كنګرې د نمايندګانو د اعتراض چغه هم پورته كړه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په بحرين باندې د وسلو د خرڅون د بيا پيلولو لپاره د واشنګټن د فيصلې په هكله د امريكې د بهرنيو چارو د وزارت د وياندوئې ويكټوريا نولانډ له څرګندونو نه يوه ورځ پس د بحرين د بشری حقوقو فعالانو دغه اقدام وغنده.
د نيويارك ټائمز ورځپاڼې په ليكنه، په همدې لړ كښې د بحرين د بشری حقوقو د مركز فعالې مريم الخواجه په ټوئټر كښې په يو پيغام كښې د سياسی قيديانو د خوشی كولو لپاره پر بحرينی چارواكو باندې د دباؤ د نه اچولو په خاطر په امريكې باندې په نيوكې سره وليكل: امريكې د بشری حقوقو د فعالانو د آزادولو لپاره د كوشش كولو پرځائې، د بحرين دولت ته انعام وركړے دے.
كه څه هم ويكټوريا نولانډ ادعا وكړه چې هغه وسلې چې د بحرين په واك كښې به ئې وركړی، د ناآراميو په كنټرولولو او د شورشی ضدو عملياتو لپاره استعمالیږی، خو د امريكې د كانګريس ځينو استازو هم په دغې فيصلې باندې اعتراض وكړ. 1006519
captcha