د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د shorouknews د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: شېخ الازهر احمد الطيب په فلسطين كښې له الازهر سره د وابسته مركزونو له مشر اسماعيل، حمدان بلبل سره په كتنه كښې په غزه كښې د (( الازهر غږ)) رېډيو له شروع كولو سره خپله موافقه اعلان كړه.
په دغه كتنه كښې د الازهر د اهدافو او پس منظرونو د تحقق په هدف سره په فلسطين ، په تېره بيا قدس شريف، لويدیځه غاړه او غزه كښې كښې له الازهر سره د وابسته مركزونو له افتتاح سره هم موافقت وكړ.
د دغه رپوټ له مخې په اوس حال كښې په غزه كښې له الازهر سره وابسته څلور مركزونه فعاليت كوی چې په كال كښې ترې نه په زرګونو زده كوونكی فارغ التحصيل كیږی.
1007437