د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امام خمينی (رح) د امدادی كمیټۍ د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ: د لبنان د امداد د كمېټی د ولسی مشاركتونو مرستيال حسېن حجج دې ته په اشارې سره چې د لبنان د امداد كمېټی ٢٥ كال مخكښې تاسيس شوې ده وويل: په لبنان كښې د امام خمينی (رح) امدادی كمیټی نېغ په نېغه د دغې كمېټۍ د مركز تر څارنې لاندې ده.
هغۀ زياته كړه: دغه كمیټی په لبنان كښې لس زره حاجتمنې كورنۍ او څلور زره يتيمان په دوامداره توګه تر ملاتړ لاندې لری.
هغه وويل: تر ملاتړ لاندې كورنيو ته مالی، غېر نقدی، روغتيائی ، كلتوری، تربيتی،د كار كسب پېدا كونې او خودكفائۍ مرستې وركړې كیږی او همدارنګ د ناڅاپه پېښو په وخت هم زيان موندونكو كورنيو سره مختلفې مرستې كیږی.
هغۀ زياته كړه په تېر يونيم كال كښې د يونيم سل كورنيو لپاره د خودكفائۍ پروګرام په نظر كښې نيول شوے دے چې دغه فعاليت د پراختيا په حال كښې دے.
هغۀ د لبنان د امدادی سرچينو په باره كښې وويل: په لبنان كښې په كال كښې شل ميلين ډالر راغونډیږی چې ٥ ميلين یې له صدقې سره تعلق لری ، څلور ميليون ډالره یې د يتيمانو له كفالت سره تعلق لری او يولس ميلين ډالر یې هم له مستحبو شرعی مرستو سره تعلق لری.
هغۀ وويل د مرستو د راغونډولو لپاره د صدقو ٣٥ زره صندوقونه د لبنان په مختلفو ځايونو منجمله دوكانونو، مدرسو، نرسريانو، جوماتونو ، سترو تجارتی مركزون كښې وېشل كیږی چې د لبنان خلك پكښې خپلې نقدی مرستې او صدقات اچوی.
1007509