IQNA

((د لويدیځو رسنيو آپارټائیډ)) نومې سيمينار سبا جوړیږی

21:27 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325877
سياسی ډله: د لويدیځو رسنيو تبعيض نومې غونډه سبا د محصيلينو د بسيج لخوا په تهران پوهنتون كښې كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د محصيلينو د بسيج تنظيم د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ: ((د لويدیځو رسنيو تبعيض)) نومې سيمينار سبا د نهې په ورځ د غوئی د مياشتې په ٢٦ نېټه جوړیږی.
په دغه غونډه كښې چې له ماسپښين درې بجو نه به د تهران د پوهنتون د سائېنس او علومو په پوهنځی كښې جوړه شی د رېډيو او ټيلی ويژن د بهرنيو پروګرامونو مرستيال او د العالم چېنل مشر او د Press TV دبير ډاكټر محمد سرافراز او د تهران د پوهنتون مشر فواد ايزدی به د ايران د رېډيو او ټيلی ويژن د ادارې د نړيوالو ټيلی ويژنی چېنلونو لپاره د محدوديتونو په رامنځته كولو د لويدیځو حكومتونو د اقدام څېړنه وكړی.
1007870
captcha