د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقې د څانګې د رپوټ له مخې د ساحل عاج اسلامی مدرسو تنظيم په دې حقله اعلان وكړ د اسلامی زدكړو د موسسو ترمېنځ د غږملتيا برخه به د ملی ښوونې او روزنې وزارت په غاړه واخلی.
د دغه رپوټ له مخې د دغې ادارې د پرانېستې رسمی اعلان د ساحل عاج د پائېتخت آبيجان ښار د پلاټو ښاروالۍ د بهرنيو چارو د وزارت د سيمينارونو په هال كښې د اسلامی مدرسو د تنظيم لخوا د جوماتونو د امامانو د عالی شورا تر څارنې لاندې په يوه غونډه كښې د يو شمېر عالمانو، مفكرانو، كارپېژندو دينی او اسلامی مشرانو، يوشمېر فوځی او غېر فوځی شخصيتونو او د ښوونې او روزنې د وزارت د استازيو په شتون سره شوه.
د ويلو ده چې په دغه هېواد كښې د ولسمشر په توګه د آلسان واتارا له ټاكل كېدو نه پس د اسلامی مدرسو او د ښوونې او روزنې د وزارت ترمېنځ يو موافقه ليك لاس ليك شو چې د يو شمېر اسلامی مدرسو په چارو باندې غور كول د ښوونې او روزنې د وزارت په پروګرامونو كښې اضافه شول. چې دا چاره د ساحل عاج د مسلمانانو د څو لسيزو تقاضا وه.
1007737