IQNA

((ژوند، دنيا او قرآن)) نومې كتاب ته يوه كتنه

21:48 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326828
نړيواله ډله: ((ژوند، دنيا او قرآن)) هغه كتاب دے چې په امريكا كښې مېشته د مسلمان ډاكټر، ډاكټر محمد صديقی په قلم سره د امريكې د مولف خانې خپرندويه موسسې لخواچاپ شوے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «PRWeb» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: دغه كتاب چې په ١٥٦ مخونو باندې مشتمل دے په انګرېزۍ ژبه چاپ شوے دے چې د له قران شريف سره د لوستونو د اشنا كولو په ترڅ كښې له قران شريف سره د اړوندو مختلفو مواردو په اړه د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وائی.
د دغه كتاب په ابتداء كښې يوه واژه نامه برابره كړې شوې ده چې د قران شريف، مسلمان، قبله ، زكات وغېره په شان اسلامی نومونو او مفاهيمو په باره كښې وضاحت كوی.
قران او انجيل، د قران هدف، حضرت محمد (ص)، په قران شريف كښې نجوم او ستور پېژندنه، په قران كښې سائېنس او طب، په قران شريف كښې جنېن پېژنده، آدم او حوا، يهوديت، په قران كښې حضرت ابراهيم (ع) او حضرت موسی (ع)، په قران كښې بی بی مريم او عسيی عليهم السلام او په اسلام كښې ښځه د دغه كتاب د مختلفو برخو له عنوانونو څخه دی.
په قران كښې حرام، شېطان، دوزخ، د قيامت ورځ، جنت، د قران شريف د په زړۀ پورې مباركو ايتونو شرح د دغه كتاب يو شمېر نورې برخې دی.
صديقی د دغه كتاب د تاليف په باره كښې وويل. نړۍ ضرورت لری چې د اسلام او قران په حقله له حقائقو نه خبر شی ځكه چې په اوس حال كښې د رسنيو لخوا نړۍ ته قران او اسلامی په محدوده يا منفی توګه تبليغات كیږی.
محمد صديقی يو هندی مسلمان او له بې تعليمه مور پلار څخه زېږېدلے دے، هغۀ په ځوانۍ كښې له نجوم، ستور پېژندنې، نسبيت اننيشتين، فلسفې او الهياتو سره دلچسپی لرله. او په فارغ وختونو كښې به په انګرېزۍ ژبه د قران شريف مطالعه كوله او په دغه دوران كښې د فرانسوی مسلمان ډاكټر موريس بوكائی كتاب ((انجيل، قران او سائېنس)) سره اشنا شو او د قران شريف د سائېنسی جزئياتو په اړه یې ډېر وسيع نظر پېدا كړه.صديقی په اوس حال كښې د امريكې په جورجيا
صديقی كه متخصص پيرپزشكی است، در حال حاضر در ايالت جورجيا آمريكا به طبابت مشغول است
1007918
captcha