بين المللی ډله: په مصر كښې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له دوو اونيو نه لږ وخت پاتې دے او صهيونيسټان په اندیښنې سره د دغه هيواد د بدلولونو څارونكی دی، په تيره بيا دا چې ټول مصری كانديدان په كيمپ ډيویډ تړون باندې د ګوتې په اوچتولو سره كوشش كوی چې د صهيونيسټی رژيم سره د اړيكو د كمولو په كار كښې له خپلو سيالانو نه مخكښې شی.
د الاخبار نومې لبنانۍ ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دنيواكی ځمكو سره د مصر په پوله كښې د ديوال جوړول همهغه شان دوام لری. د ((كرم شالوم)) او ((نيتسانا)) د دوو كليو ترمينځ د دغه ٧٥ كيلومیټری ديوال جوړول د تل ابيب سره د قاهرې د اړيكو د كميدو يواځې يوه نښه ده چې له ١٩٧٩ كال راهيسې ئې تل په امن كښې وخت تير كړے دے.
تيره مياشت هم د صهيونيسټی رژيم پخوانيو ملګرو په اسرائيلو باندې د خپلو ګيسو د خرڅولو ٢٠ كلن تړون په لغوه كولو سره د دغه رژيم مشران هك حيران كړل. دغه كار په داسې حال كښې ترسره شو چې نوموړې موافقه ليك د قاهرې او تل ابيب د ښو اړيكو مثال بلل كيدۀ.
او اوس دې ټكی ته په پام سره چې په مصر كښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وړومبۍ دورې ترسره كيدو ته له دوو اونيو نه لږه موده پاتې ده، په مصر او اسرائيلو كښې زياتره كسان په طمه دی چې ووينی آيا د دغو دواړو ترمينځ به سوله دوام ولری يا نه. البته په مصر كښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ټولو كانديدانو د اسرائيلو سره د سولې په تړون باندې نيوكه كړې ده. په همدې لړ كښې د صهيونيسټی رژيم د استخباراتو وزير ډان مریډور د معاريو په نامه د صهيونيسټی ورځپاڼې سره په مركه كښې ووئيل: په مصر كښې روان بدلولونه په ځير سره جاجوو. مونږ يوه غوښتنه لرو او هغه د مصر سره د سولې د تړون حفاظت دے چې له ٣٢ كالو راهيسې راروان دے. دا څه چې مریډور ووئيل د صهيونيسټی رژيم د زياترو نورو امنيتی چارواكو له خوا هم بيان شوی دی ځكه چې هغوی په اندیښنې سره د هغو نيوكو كتونكی دی چې مصری كانديدان ئې د قاهرې او تل ابيب ترمينځ د سولې د تړون پرخلاف مطرح كوی. 1006987