IQNA

د تندلارو پياوړی كيدل د اسلامی نړۍ لپاره يو ستر خطر دے

23:48 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326873
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان رئيس ووئيل: يو ستر خطر چې نن سبا مسلمانان ګواښی، د افراطيانو او تندلارو كسانو لاس ته د مسلمانانو د برخليك سپارل دی، ځكه نو مونږ د تندلاری توب د ختمولو په لړ كښې د هر اقدام حمايت كوو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان رئيس محمدباقرخرمشاد وړمه ورځ د پاكستان د مقرراتو د وزير عاشق اعوان سره په ملاقات كښې، په پاكستان كښې د ايران د كلتوری مركزونو سره د پاكستان د دولت له همكاريو څخه د خوشالۍ په څرګندولو سره ووئيل: ايران پاكستان ته په ډيره درنه او ځانګړې سترګه ګوری او دا ليد د پاكستان خلكو ته د مرسته رسونې په لړ كښې د ايران د ولس او دولت په كوششونو كښې ليدلې شو.
دوی زياته كړه: يو ستر خطر چې نن سبا اسلامی نړۍ ګواښی، د تندلارو ډلو او كسانو لاس ته د مسلمانانو د برخليك ورتلل دی، ځكه نو د ايران اسلامی جمهوريت د تندلاری توب سره د مقابلې او عقلانی اسلام ته د پاملرنې په لړ كښې د پاكستان د حكومت د هرډول اقدام حمايت او ملاتړ كوی. 1007038

captcha