IQNA

په تيرو لسو كالو كښې د جرمنی په جوماتونو باندې څه باندې ٢٠٠ حملې شوې دی

23:47 - May 15, 2012
د خبر لمبر: 2326874
سياسی او ټولنيزه ډله: په آلمان يا جرمنی كښې د مسلمانانو په جوماتونو باندې له كال ٢٠٠١ نه تر ٢٠١١ پورې د اسلام د دښمنانو له خوا څه باندې ٢٠٠ ځله حملې شوې دی.
په جرمنی كښې د ايران د فرهنګی او كلتوری مركز د خبرونو په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو لسو كالو كښې يوازې په «نُرد رَين وستفالن» ولايت كښې د دغو حملو شمير ٨٣ ځله وو او د هغو د شدت اندازه هم د جوماتونو په ديوالانو او ورونو باندې د رنګ د پاشلو نه واخلې د هغو تر سوزولو پورې دے.
په دغه څیړنه كښې چې د جرمنی په پارليمان كښې د ګس يا كیڼ اړخ د فراكسيون په غوښتنه ترسره شوه، په ډاګه شوې ده چې له ٢٠٠١ كال نه تر ٢٠١١ كاله پورې په جرمنی كښې د جوماتونو او د دنورو دينی ځايونو پرخلاف د اسلام د ځپونكو له خوا په سياسی انګيزې او هدف سره لږ ترلږه ٢١٩ حملې رامينځته شوې دی.
د جرمنی د كیڼ اړخ د ګوند د داخلی سياست وياند «اولا یِلپكه» باوری دے چې حكومت او پوليس دغو كارونو ته په بې پامۍ سره اراده لری چې په دغه هيواد كښې د اسلام ځپنه او ورسره دښمنی بې خطره وښئی.
1007290

captcha