د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د اطلاع رسونې وزيرې سميره رجب اعلان وكړ: د سعودی عربستان سره د دغه هيواد د موافقې وړ دوه اړخيزه اتحاديه به د امنيت، دفاع، اقتصاد او د بهرنيو چارو په څلورو چورليزونو كښې وی.
سميره رجب په دوام كښې ادعا وكړه: نن سبا واړه او كوچنی هيوادونه خپلې بقا او ژوند ته دوام نه شی وركولې او هيله من يو چې د سيمې نور عربی هيوادونه به هم د دغه اتحاد سره ملګری او يوځائې شی.
د ٢٠١١ ميلادی كال په فرورۍ مياشت كښې د بحرين د خلكو د سوله ايز پاڅون د پيليدو نه پس د آل سعود رژيم چې په سيمه كښې ئې د آل خليفه موجوديت په خطر كښې ليدۀ، د (جزيرې سپر) د ځواكونو د موافقه ليك په عنوان سره ئې خپل ځواكونه د بحرين د خلكو د ځپلو سره د مرستې لپاره دغه هيواد ته ولیږل.
د آل خليفه او آل سعود د ځواكونو په لاس د خلكو سخته ځپنه سبب شوه چې دغه دواړه كورنۍ په بحرين كښې د سعودی نيواكګرو ځواكونو د شتون د علت د توجيه كولو او عربستان ته د دغو اعتراضونو د پراخيدو د مخنيوی لپاره د عربستان سره د بحرين د الحاق او يوځائې كولو په فكر كښې شی.
د سعودی عرب خارجه وزير سعودالفيصل دوه اونۍ مخكښې د سيمې د عربو ځوانانو په سيمينار كښې ټينګار وكړ: د فارس خليج د همكارۍ د شوری د غړو هيوادونو غږملتيا او همكاری كافی نه ده او د همكارۍ د شوری غړی هيوادونه دې يوه منلو وړ اتحاديه جوړه كړی. 1007309