د لوفیګارو د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د الجزاير د عدالت او پراختيا ګوند مشر د دغه هيواد د جمعې د ورځې د انتخاباتو د نتايجو د ردولو په ترڅ كښې كوم چې د واكمن ګوند په كاميابۍ باندې پائې ته ورسيدل، څرګنده كړه: مونږ د دغو انتخاباتو نتيجه نه منو.
دوی زياته كړه: د الجزاير چارواكو د بدلون ورونه په ټول ټاكنو كښې په ټګۍ او درغلۍ سره وتړل او د خلكو لپاره د تيونس په طريقه د بدلون راوستو پرته بله كومه حل لاره باقی نه ده پاتې.
د عبدالله جبله په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند كانديدانو د پارليمان له ٤٦٢ څوكيو څخه يوازې ٧ څوكۍ ترلاسه كړې شوې او د بوتفليقه په مشرۍ د واكمن ګوند كانديدان يوځل بيا په اكثريت كښې پاتې شول. 1007458