د ايران د قرآنی خبری آژنس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تيونس د بايوټيكنالوجۍ د پوهنتون استاذ منيرالرحمانی د امام خمينی (رح) د ياد د نمانځلو د كمیټې د خبريال سره په خبرو كښې په ټولنه كښې د ايرانی ښځو د شتون په هكله ووئيل: كله چې په وړومبی ځل ايران ته راغلم نو هغه څه چې د ايران په ټولنه كښې د ښځې د مقام په هكله مې په ذهن كښې وو، په كلی توګه بدل شول، ځكه چې ومې ليدل چې ايرانۍ ميرمنې په پراخه توګه په مختلفو ادارو كښې كار كوی او ډير زيات ټولنيز فعاليتونه ترسره كوی.
دوی په لويدیځی ټولنو كښې له ښځو څخه اوزاری استفادې ته اشاره وكړه او څرګنده ئې كړه: كله چې د زده كړې لپاره په سویډن كښې اوسيدم په لويدیځو ټولنو كښې د ښځې د موقعيت لپاره د پراخو تبليغاتو سره مخامخ شوم خو بيا وروسته مې وليدل چې د هغوی په خبرو كښې ډير زيات تناقضات موجود دی، لويدیځې ټولنې له خپلو ښځو څخه اوزاری استفاده كوی.
دوی په توينس كښې د پردې او حجاب د لرلو په اړه ووئيل: كله چې په تيونس كښې كومې ښځې او جينكۍ حجاب او پرده خپله كړی په هغوی باندې د (خمينيانو) نوم ایښودل كیږی ځكه چې هغوی باوری دی چې دغه سترناكو ښځو د امام خمينی (رح) د افكارو سره د آشنائۍ په وجه پرده او حجاب لرل غوره كړی دی. 1008578