د بحرين چاپ (الوسط) ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بحرين د الوفاق انجمن د ښاروالانو د فراكسيون رئيس علی الجبل څرګنده كړه: په بحرين كښې د ښاروالۍ د چارو وزارت پرون سهار په (حمد) ښار كښې د ابوطالب په نامه يو بيا جوړ كړے شوے جومات وران كړ.
علی الجبل په دوام كښې زياته كړه: په بحرين كښې د ښارواليو وزارت چې د ابوطالب نومی مسجد د ړنګولو حكم ئې وركړے دے، له قانونی نظره داشان هیڅ صلاحيت او واك نه لری او دغې كار د (شماليه) سيمې د ښاروالۍ د د خبرولو نه پرته بڼه نيولې ده.
الجبل څرګنده كړه: د بحرين خلكو د دغه جومات ځينې برخې بيا جوړې او مرمت كړې او دغه جومات لا پوره شوے نه وو چې د آل خليفه د رژيم د ځواكونو له خوا ويجاړ كړې شو.
دوی همداراز ټينګار وكړ: د ابوطالب جومات ځمكه د څارنوالې د وزارت ده او د دغه جومات د بيا جوړولو كار د اړوندو ارګانونو او ادارو په موافقې سره پيل شوے وو.
علی الجبل په پائې كښې دغه اقدام د خداې د كورونو سره د بحرين د چارواكو څرګند جنګ، د مقدساتو د سپكاوی دوام او له حده تيريدل وبلل. 1008335