IQNA

د اسلامی هېوادونو د ښځو په باره كښې درې نړيوال كانفرنسونه جوړیږی

17:20 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327621
اجتماعی ډله: د ولسمشرۍ د ادارې د ښځواو كورنۍ د چارو د مركز نړيوالې مرستيالې د اسلامی كانفرنس OIC د غړيو هېوادونو ترمېنځ ((د ښځو په خلاف د تشدد څېړنه))، ((په اسلام كښې د ښځې د حقوقو تړون)) او ((له ښځو سره متعلق د بشری حقوقو د اعلانیې د پوره كېدو د لارې نقشه)) تر عنوانو لاندې د درېو سيمينارونو له جوړېدو څخه خبر وركړ.
دولسمشرۍدادارېدښځواوكورنۍدچارودمركزنړيوالېمرستيالې سوسن صفاوردی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې څرګنده كړه: د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د بياناتو له مخې چې په دريو ډګرونو يعنې مفهوم جوړونه، بهير جوړونه او اداره جوړونه كښې د دغ ادارې لخوا د يو لړ اقداماتو غوښتنه كړې وه يو لړ لېدنې كتنې، څېړنې او د مختلفو غونډو جوړول مو په خپله اېجنډا كښې وګرځول.
هغې د OIC د غړيو هېوادونو د ښځو د چارو د وزيرانو د دريمې غونډې جوړېدو ته په اشارې سره وويل: د دغې غونډې د اعلانیې يو بند د ښځو په باره كښې د څلورم كانفرنس جوړول وو چې تېر كال ((د اسمانی دينونو د څلور غوره ښځې)) ترعنوان لاندې يوسيمينار په تهران كښې وشو.
صفاوردی په دوام كښې وويل: درې نور سيمينارونه يعنې ((دښځوپهخلافدتشددڅېړنه))، ((پهاسلامكښېدښځېدحقوقوتړون)) او ((لهښځوسرهمتعلقدبشريحقوقوداعلانیېدپورهكېدودلارېنقشه)) ترعنوانولاندې دی چې په اوس حال كښې د هغو خصوصی اوعلمی كمېټۍ جوړې كړې شوی دی او د دغو درې واړو غونډو په حقله د سلا مشورو په حال كښې يو.
هغې په دوام كښې د ټولې نړۍ د خلقو لپاره د يوې نمونې په توګه د بی بی فاطمه زهرا سلام الله عليها د معرفی كولو په باره كښې د مېډيا او د قلم د خاوندانو درنې ذمه وارۍ ته اشاره وكړه او وې ويل: مونږ يو لړ ارزښتونه لرو چې نړۍ یې تږې ده. دا حقيقت يو شعار او نعره نۀ ده. له بده مرغه مونږ په خپل هېواد كښې داسې وروستو او څنګته شوی يوچې هغه نړيواله ذمه واری چې زمونږ په غاړه ده اوپه قطعی توګه به یې يوه ورځ ځواب ويوونكی يو چې ولې مو له موجودو ظرفيتونو او وسائلو څخه استفاده ونكړه غافل شوی يو.
هغې وويل: د حضرت بی بی زهرا (س) په شخصيت كښې او په هغو شخصيتونو كښې چې په الهی دينونو كښې مطرح كیږی لكه بی بی مريم (س) او حضرت آسيه (س) داسې خصوصيتونه وينو چې د دنيا په مختلفو تاريخی وختونو كښې اثر كوونكی وو او اوس هم دی.
1006750
captcha