IQNA

د فرانس د اسلامی امداد خېريه تنظيم د مجلې وړومبۍ ګڼه خپره شوه

17:19 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327623
نړيواله ډله:د ((بشری سياره)) په نامه دفرانسداسلاميامدادخېريهتنظيمدمجلېوړومبۍګڼه خپره شوه
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «secours-islamique»اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دفرانس اسلامی امداد تنظيم د خپلو فعاليتونو د معرفۍ كولو او په ټوله دنيا كښې د دغې اسلامی ادارې لخوا له حاصل كړې شويو مرستو نه د ښاريزو د خبرولو په هدف سره په فرانسوی ژبه د بشری سياره په نامه مجلې وړومبنۍ ګڼه خپره كړه.
دغه مجله چې په وېړيا توګه مينه والو ته وركړې كیږی په تقريباً دېرشو هېوادونو كښې د اسلامی امداد د تنظيم د شل كلنيو فعاليتو په شمول مختلفې موضوع ګانې او د دغه تنظيم د مالی سرچينو د پوره كېدو د څه رنګوالی په حقله يو لړ وضاحتونو باندې مشتمله ده.
اسلامی امداد غېر سركاری تنظيم په فرانس كښې له ١٩٩١ كال څخه خپل كار پېل كړے دے او له دېرشو په زياتو هېوادونو كښې فعاليت كوی.دغې اسلامی ادارې د مسئوليت او رېسك احېستنې حس، احترام، ژمنې او فكری خپلواكی د خپل كار د بنيادی چوكات په توګه بيان كړے دے.
د دغه دينی تنظيم زياتره فعاليتونه د افريقې په غريبو ملكونو كښې ترسره كیږی او ضرورتمن مسلمانان او غېر مسلمانان د دغه تنظيم له مرستو او خدمتونو څخه استفاده كولې شی.
1007631
captcha