IQNA

په سعودی عرب كښې دقرانی كرسيو د اطلاع رسونې مركز جوړیږی

17:20 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327626
نړيواله ډله: په سعودی عرب كښې د قرانی كرسيو لپاره د غږ ملتيا د عالی شورا د رامنځته كولو او د قرانی كرسيو د كليز سيمينار د جوړولو په هدف سره د قرانی كرسيو د اطلاع رسونې الېكټرانېك مركزجوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Arab News» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د اطلاع رسونې د دغه مركز په تاسيس باندې په يوه غونډه كښې چې په مكه ښار كښې په ((ام القری)) پوهنتون كښې د پوهنتونی او قرانی ادارو د مسئولينو په شتون سره جوړه شوه تاكيدوشو.
د اطلاع رسونې دغه مركز به د قرانی ادارو د اطلاعاتی او تخصصی تعلقاتو او ارتباطاتو او په تحقيقاتی لويو مركزونو كښې د قرانی تحقيق د كرسيو د جوړولو په هدف سره تاسيس شی.
د رسنيو لخوا د قرانی كرسيو د رول څرګندول او په پوهنتونونو كښې د قرانی مطالعاتو په زمينه كښې د زدكړې د دورو جوړول او د زدكړو د پروګرامونو تنظيمول يو لړ نور مسائل وو چې په دغه غونډه كښې بيان شول.
1005586
captcha