IQNA

په جرمنی كښې اسلامی مالی نظام پيلیږی

19:03 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327643
بين المللی ډله: جرمنی يا آلمان له اسلامی مالی نظام څخه د استفادې په وړاندې د كلونو كلونو مقاومت نه پس بالآخره د دغه بارونقه صنعت استعمالولو ته غاړه ایږدی.
د «On Islam»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په څو اروپائی هيوادونو كښې د اسلامی نظام د اغيزمنو ګامونو باوجود جرمنی همهغه شان د اسلامی شريعت سره د سم مالی نظام د قوانينو سره د خپلو قوانينو د مطابقولو لپاره مقاومت كوه.
دغه حالت بلآخره د ملائيشيا له خوا د اسلامی مالی نظام په معرفی كولو سره چې په جرمنی كښې د اسلامی سرمايه ګذارۍ يوازنې صندوق لری، بدل شو.
په جرمنی كښې د ملائيشيا د اسلامی سرمايه ګذارۍ د صندوق عامل مدير نوريپاكامسو په يوه خبری ناسته كښې د اسلامی مالی نظام د محصولاتو او خدماتو د وړاندې كولو لپاره د زمينې د برابرولو په هكله د دغه سازمان د فيصلې خبر وركړ.
د ملائشيا د اسلامی اقتصاد د بين المللی پوهنتون رئيس داؤد عبدالله اعلان وكړ: اسلامی مالی نظام د ټولو خلكو لپاره دے او په نړيواله كچه د اسلامی اقتصاد نظام ته يوه كتنه ښئی چې په دغه نظام كښې ٦٠ فيصده پانګه وال مسلمانان نه دی.
په دې اساس په راتلونكی وختونو كښې به د جرمنی مسلمانان چې د دغه هيواد د آبادۍ تقريبا ٤٠ لاكه كسان جوړیږی، د غيرمسلمانانو ترڅنګ د اسلامی مالی نظام له خدماتو څخه برخور شی. 1007570

captcha