IQNA

يوازېنے ارمان مې د امام رضا عليه السلام د حرم زيارت دے

23:56 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327760
د فكر او علم ډله: زما د شيعه كېدو عامل د دې مذهب كاملوالے ؤ،ځكه چې هغه وخت چې زۀ مسيحی وم نو د دغه دين ځينې مطالب له يو بل سره متناقض وو او له دې وروسته چې مسلمان او سنی شوم نو د خداے د ګران رسول (ص) د جانشين په حقله راته يو لړ سوالونه رامنځته شول چې يوازې تشيع مكتب دغو سوالونو ته ځواب ويونكے ؤ او له هغه وخت څخه چې شيعه شوم يوازېنۍ ارزو او ارمان د امام رضا عليه السلام د حرم زيارت دے.
په ((احمد)) باندې مشهور ((راندياكوتو ال ژوستاين)) چې د ماداګاسكار هېواد وړومبنے شيعه مسلمان دے د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقې له څانګې سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره څرګنده كړه: زۀ په ابتداء كښې مسيحی وم او په حقيقت كښې د مسيحيت يو مبلغی وم او له نيكه مرغه مې له مطالعې او حقيقت موندلو سره ډېره دلچسپی وه او همداموضوع د دې سبب شوه چې د مختلفو دينونو په باره كښې د تحقيق او څېړنې لاس پورې كړم او له تفصيلی تحقيقاتو نه پس دې متوجه شوم چې د اسلام دين د دنيا ترټول كامل دين دے، په داسې حال كښې چې له مسيحی دين سره اړوند ځينې مطالب د يو بل مخالف او متناقض دی او دې موضوع ته په پام سره مې يو لړ سوالونه په ذهن كښې راغلل چې بيا مې له تحقيق او څېړنې وروسته د ټولو سوالونو ځوابونه د اسلام په مبين دېن كښې وموندل او مسلمان شوم.او په ابتداء كښې مې له سنی مسلمانانو سره چې مې ورته رسائی وه خبرې اترې وكړ ې او د اسلام په باره كښې مې له هغوی نه پوښتنې وكړې. احمد زياته كړه: زۀ له مسلمانۍ نه پس پينځه كال سنی وم خو تسنن مذهب او د هغۀ بحثونو او موضوعاتو د زۀ د خداے دګران رسول (ص) د حقيقی جانشين په شان ځينو مهمو موضوع ګانو كښې قانع نكړې شوم چې په دې وجه هم هغه شان د حقيقت په لټون كښې وم.
هغۀ زياته كړه په هغه موده كښې چې زۀ سنی وم نو د دغه مذهب پېروكارو به زۀ له لا زياتو تحقيقاتو په خاصه توګه د شيعه مذهب متعلق له مطالعې نه منعې كولم چې همدا موضوع زما لپاره د سوالونو د رابرسېره كېدو سبب شوه. او زۀ یې دې ته جوړ كړم چې د خداےد ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام په باره كښې مطالعه وكړم ان تردې چې د كربلا د واقعې او تاريخ او د خداے دګران رسول (ص) د پاك نمسی حضرت امام حسېن (ع) د شهادت د څه رنګوالی دلائل مې ولوستل او دې متوجه شوم چې امام عالی مقام د اسلام ، عدالت او حق په لاره كښې د جاهلانو او منافقانو په لاسو په ظالمانه توګه شهيد شو. زما دا عادت ؤ چې په ډېرو سختو حالاتو كښې به مې هم نۀ ژړل خو چې كله د كربلا د واقعې په حقيقت باندې پوه شوم نو اوس چې هركله دامام حسېن عليه السلام نوم واورم نو زړۀ مې درد وكړ او له سترګو نه مې اوښكې روانې شی.
زۀ د خپلو تحقيقاتو په دوام كښې په اينسما سيمه كښې د شيعه اسلامی مركز مشر عبدالمومن نومې كس چې هندی الاصل دے خدمت كښې حاضر شوم او د شيعه مكتب د اصولو د زدكړې نه علاوه به یې زما زياترو سوالونو ته مطمئن ځوابونه ويل او زما په شيعه كېدو كښې یې زيات كردار لرۀ.
د اسلام مبين دين او تشيع مكتب ته د مالاګاشيانو د جذبولو لپاره مې په مورونداوا ښار كښې د امامباړې په توګه په يوه وړه مدرسه كښې وېناګانې شروع كړې چې په دغه وجه مې زيات شمېر وطنوال شيعه مسلمانان شول.
هغۀ په دوام كښې وويل چې د ايران اسلامی انقلاب او د امام خمېنی (رح) افكارو په ما باندې ډېر تاثير كړے دے او له ما سره یې ډېره مرسته كړې ده. همدارنګ د شيعه مكتب د حقائقو په زدكړه كښې راسره د ستر متفكر ډاكټر تيجانی ((ثم اهتديت)) كتاب زياته مرسته وكړه او دا ځكه چې ډاكټر سيد محمد تيجانی خپله له سنی مذهب نه شيعه مكتب اختيار كړے دے.
هغۀ وويل ما د اسلام په باره كښې تحقيقات په څوارلس په څوارلس كلنۍ كښې شروع كړی وو او اوس مې عمر ٥٦ كاله دے او ډېر خوشحال او مطمئن يم چې نۀ يوازې خپله حق او حقيقت ته ورسېدم ډېر انسانان مې په تبليغاتو سره له حقيقت سره اشنا كړم او د ژوند يوازېنۍ آررزو مې د حضرت امام رضا عليه السلام د حرم زيارت دے.
هغه په اخېر كښې وويل: شپږ بچی لرم درې جينكۍ او درې هلكان، له نېكه مرغه زۀ د هغوی له پېدائش نه مخكښې شيعه شوے وم نو بچی مې هم د دغه مكتب پېروكار دی مشر زوے مې د مصر په الازهر پوهنتون كښې دے بل په تركيه كښې د علم په زدكړه بوخت دے .
هغۀ وويل چې زۀ د نړۍ ټولو مسيحيانو ته وايم چې د مسيحيت دين غلط نه دے خو زياتې تېروتنې او نواقص لری چې دغه نواقص يوازې د اسلام مبين دين او په خاصه توګه شيعه مكتب پوره كولې شی.
1006824
captcha