IQNA

په لبنان كښې د سيد حسن نصرالله په موجودګۍ كښې د سيمې سياسی حالات وڅېړل شول

23:55 - May 16, 2012
د خبر لمبر: 2327763
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر پرون د غوئی د مياشتې په ٢٦ نېټه د فلسطين د ازادۍ لپاره د ولسی محاذ، عمومی قوماندانۍ له عمومی سېكتر سره په كتنه كښې د سيمې سياسی حالات وڅېړل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د لبنان د حزب الله عمومی سكتر سيد حسن نصرالله پرون د فلسطين د ازادۍ د ولسی محاذ، عمومی قوماندانۍ له عمومی سكتر احمد جبريل سره كتنه وكړه او په دې كتنه كښې یې د سيمې سياسی حالات وڅېړل.
له سيد حسن نصرالله سره د د فلسطين د ازادۍ د محاذ په كتنه كښې د دغې جبهې د عمومی سكتر مرستيال طلال ناجی او د حزب الله د سياسی شورا مشر سيد ابراهيم امين السيد هم شتون لرۀ.
په دې كتنه كښې د سيمې سياسی حالات په تېره بيا د فلسطين، لبنان او سوریې حالات وڅېړلې شول او دواړو خوا په دې حقله خپل ګډ نظريات بيان كړل. او د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا باندې تاكيد وشو.
الجبهه الشعبيه لتحرير فلسطين، القياده العامه)) يعنې د فلسطين د ازادۍ لپاره ولسی جبهه ، عمومی قوماندانی)) د فلسطين يو تر زمكې لاندې سياسی او فوځی كیڼ پالے تنظيم دے چې په ١٩٦٨ كال كښې د فلسطين د ازادۍ له ولسی محاذ څخه د يو څانګی په توګه د احمد جبريل لخوا تاسيس شوه.
دغه تنظيم په سوريه كښې جوړ شو او مركزی دفتر یې په دمشق كښې دے فوځی اډه یې د لبنان په جنوب كښې ده. او غړی یې د فلسطين په دننه كښې موجود نه دی.
1009271
captcha