د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې پ دغه غونډه كښې چې د اسپانيا د شيعه مسلمانانو د فیډرېشن د تاسيس د چلند د چټكه كولو په هدف سره د ماډرېډ په اهلبېت (ع) نومې ثقافتی مركز كښې د غوئی دمياشتې په ٢٣ او ٢٤ نېټه وشوه په اسپانيا كښې د يران د كلتوری مركز سرپرست اميرپورپزشك د ماډرېډد شيعه مسلمانانود كلتوری مركز مشر عبدالغنی المعمار،د بيعه الله سوييا نومې شيعه مركز مسئول ميكائيل آلوارز، په لاطينی امريكا كښې لبنانی الاصل مبلغ سهېل اسد او په ثقافتی اوتبليغی زمينو كښې يو شمېر نورو شيعه فعالانو او مينه والو ګډون وكړ.
د شيعه مسلمانانو اوسنے حالت، د اسپانيا د شيعه ټولنې مسائل، مشكلات او ضرورتونه، د اهلبېت (ع) په نامه د يوې وېبپاڼې جوړول، په فېس بك سایټ كښې د شتون پراختيا، د شيعه اعتقادی اصولو د زدكړې لپاره د درسی كتاب تدوينولو، په اسپانيا، يورپ او لاطينې امريكا كښې له اسلامی او شيعه مركزونو او ادارو سره د تعلقات زياتول، د مسلمانانو مخ په زياتېدو اړتياو ته د ځواب ويلو لپاره د مبلغانو تربيت او د اهلبېت (ع) په نړيواله شورا كښې فعال ګډون په دغه دوه ورځنی كانفرنس كښې له څېړلې شويو موضوع ګانو څخه وې.
د ايران د كلتور مركز مشر په دې موقع څرګنده كړه: يوازې په دې باندې عقيده ساتل چې اسلام او شيعه مكتب له مترقی تعليماتو، مفاهيمو اوعناصرو څخه ډك دی او په دې زمانه كښې د بشر ضرورياتو ته ځواب ويلې شی كافی نۀ دی بلكې مسلمانو عالمانو، پوهانو او مبلغانو ته پكار دی چې د دغو اصولو او مفاهيمو په دقيق شناخت او استخراج سره له مناسبو تبليغی طريقو څخه په استفادې سره هغه نشر كړی. چې د دې كار لپاره د قران شريف اسمانی كتاب او د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د پاكو اهلبېتو (ع) سنت او سيرت زمونږ لپاره لارښود دی.
د ويلو ده چې له دغه نيكمرغه مناسبت سره په يو وخت دوه اسپانيائی مېرمنو اسلام قبول كړ او د ځانونو لپاره یې فاطمه نوم غوره كړ.
1009417