د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد يوه ډله زائران چې عمرونه یې د ٢١ او ٦٥ كلونو ترمېنځ دی د سږ كال حج د مناسكو د ادا كولو لپاره د وحی ټاټوبی په خپلو پښو لاړل. د خداے دكور د زائرانو دغه اتۀ كسيزه ډله د((ختلان)) صوبې له ((همدان)) ښار څخه د اسلام د سترشاعر او فلسفی مير سيد علی همدانی د مقبرې له زيارت كولو نه پس د ((پنج)) سيندد غاړې له لارې سعودی عرب ته لاړل.
د دغه رپوټ له مخې د دغې ډلې سرپرستی د مشهور تاجيكی ورزشكار او لوبغاړی عبدالعزيز رجب اف چې شپږكاله مخكښې یې په خپلو پښو باندې حج كړے دے په غاړه لری
1008947