د «news.sky»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ملاديچ په حكم د ١٩٩٥ كال په جولائی كښې د سربرنيتسا (چې نن سبا ورته بوسنيا هرزګوينه وئيل كیږی) د مسلمان ميشت ښار له ٨ زرو نه زيات اوسيدونكی د صربستان جمهوريت د پوځی ځواكونو په لاس قتل عام شول. دغه وژله د دوئم نړيوال جنګ نه پس په اروپا كښې ترټولو ستره نسل وژنه ګڼله كیږی. د سربرنيتسا ښار په خواؤ شا كښې په ډله ايزو قبرونو كښې د مړو پيدا كيدل دوام لری. تراوسه پورې تقريبا د ٦٠ ډله ايزو قبرونو د كشف شويو تقريبا ٢٥٠٠ مړو هويت د هغوی د ډی،اين، اے ټيسټ له مخې پيژندل شوے دے.
له دغې وژلې نه مخكښې د ملګرو ملتو سازمان د سربرنيتسا ښار د حفاظت شوې امنې سيمې په توګه اعلان كړې وه خو د سولې ساتونكو ٤٠٠ هالينډی سرتيرو چې د امنيت د ساتلو لپاره په دغه سيمه كښې مستقر كړې شوی وو، د دغې وژلې په وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښود.
ملاديچ كلونه كلونه د سارايو د محاصره كولو او د بوسنيايی مسلمانانو د قتل عام په جرم د لاهې د جنګی جرائمو د نړيوال عدالت يا محكمې له خوا ترتعقيب لاندې وو تر دې چې د ٢٠١١ كال د مئې په ٢٦ نیټه د صربستان په لازارووی ښار كښې ونيوې شو. 1009590